ګرانو هیوادوالو!

د ملي یووالي  حکومت د جوړښت او له پلان شویو تقلبي ټاکنو وروسته له ارزونو ښکاري چې زموږ ګران هیواد جدي، خطرناک سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي کړکیچ ته د داخلیدو په درشل کې دی.
د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د  سیاسي او سلیقوي مخالفتونو پيل او د خلکو اساسي غوښتنو ته نه پاملرنه ددې سبب شول تر څود دې حکومت پر وړاندې د خلکو د نارضایتۍ کچه ورځ تر بلې ډيره شي.
د سیاسي مشروعیت نشتون، د اساسي قانون، د ټاکنو او د ځینونورو قوانینو تر پښو لاندې کول، د ملي یووالي حکومت دهوکړې نه عملي کیدل، د خلکو عدالت غوښتونکو لاریونونو ماتول، ژبني او قومي تعصبونو ته لمن وهل، د خپلواکو،ملي اوامنیتي بنسټونوسیاسي کیدل، د قدرت انحصار او د هیواد امنیتي او سیاسي وضعیت څخه د سم درک نشتون ددې ښکارندویي کوي چې د ملي یووالي حکومت د حکومتولۍ په ټولو برخو کې عملاً له اوږد مهاله کړکیچ سره مخ دی، چې اختلافاتو ته په لمن وهلو او د وراسته سیاست مخکې کولو سره یې هیواد سقوط ته نږدې کړی دی، د اساسي خنډونو، ټولو ستونزو او روان کړکیچ لامل همدا د ملي یووالي حکومت دی چې د خلکو د رایو پر بنسټ نه بلکې د دوو ټاکنیزو ډلو د هوکړې پر اساس چې د اساسي قانون سره په ټکر کې دی منځ ته راغلی دی.
زما په اند د ملي یووالي حکومت له دریو اساسي خنډونو سره مخ دی:
۱ : د لیدلوري نشتون
۲ : د تعهد(وفادارۍ) نشتون
۳ :  هیوادوالو ته د حساب ورکونې د سیستم نشتون
لکه څرنګه چې ښکاري، د هیواد روان وضعیت له سیاسي، اقتصادي،ټولنیز او امنیتي اړخه د هیڅ وطندوست هیوادوال لپاره د منلو وړ ندی.
موږ په ملي او نړیوالو ناستو کې ددې شاهدان وو چې د هیواد روان مسایل نه یوازې د هیوادوالو تر منځ بلکې د نړیوالو لپاره هم د اندیښنې وړ دی.
نو په همدې اساس هغه خلکو چې د هیواد او هیوادوالو په وړاندې د مسولیت احساس لري، روان حالت څخه د وتلو لپاره یې د ټولنې له مختلفو اقشارو سره خبرې پيل کړې، له ډيرو بحثونو او خبرو وروسته چې د خلکو له استازو سره څه په پلازمینه او ولایاتو کې وشوې، دې نتیجې ته ورسیدلو چې د یوه داسې سیاسي خوځښت ځای چې د خلکو لپاره کار وکړي او د هغوی له اساسي حقوقو څخه په ملي او نړیواله کچه دفاع وکړي خالی دی.
زموږ خلک د داسې سیاسي خوځښت ملاتړي دي چې د څو څوکیو او قدرت د ترلاسه کولو لپاره نه بلکې د شخصي ګټو پرځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، د نا روا او  شخصي موخو د پلي کولو لپاره د شهیدانو او په ځانګړې توګه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو له ارمانونو سره جفا او معامله ونکړي، موږ په دې باور یو چې زموږ په هیواد کې د یوه قانوني، د ولسواکۍ په ارزښتونو باور لرونکي، خپلواک ، د مساواتو لپاره د عدالت غوښتونکې تګلارې درلودونکي  اپوزیسیون ځای خالي دی.
موږ د نوي سیاسي غورځنګ په توګه د نوې تګلارې په وړاندې کولو سره په هیڅ صورت د نظام  د کمزوري کولو، د ملي یووالي حکومت د پرزولواو دهغه خوځستونو د نفې کولو چې د موجوده وضعیت د اصلاح او له سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکیچ څخه د هیواد د ویستلوپه لټه کې وي نه یو. بلکې  هڅه به وکړو ترڅو ټول د یوه واحد محور پر شاوخوا چې ټولوخوځښتونو ته د منلو وړوي د راټولولو لپاره به یې مبارزه او فعالیت کوو.
پورته ټکو ته په پام موږ له مشرانو،دیني عالمانو،قومي مخورو، په ملي شورا کې د خلکو استازو،تاثیر لرونکو سیاسي ډلو او اشخاصو، روڼ اندو، د ګوندونو له استازو، ټولنیزو بنسټونو، ځوانانو،ښځو او د ټولنې له نورو اشخاصو سره پدې پریکړه وکړه تر څو ( د افغانستان د خلکو محور) د روان کړکیچ څخه د وتلو لپاره د سیاسي اپوزیسیون په توګه رامنځته او اعلان کړو.
د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنه، اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته راستنیدل، د ټولنیز عدالت پلي کول، عادلانه او تلپاتې سوله،د قانون ټینګښت، ښه حکومتولي،د وینا آزادي، بشري حقوق، د ښځو حقوق، د رڼو،خپلواکو او عادلانه ټاکنو په لاره اچول د افغانستان د خلکو محور له عمده اواساسي غوښتنو څخه دي.
موږ هڅه کوو تر څو د هرډول بې عدالتۍ، استبداد، تبعیض، قومي، ژبني او سمتي تعصبونو په وړاندې د خپلکو نجیبو او شریفو خلکو سره په همغږۍ مبارزه وکړو او پرې به نه ږدو چې یو ځل بیا مو ګران هیواد بیرته  تیرې تیارې ته  چې موږ ټول  په یوه ډول نه یوه ډول ترې زیانمن شوي یو وروګرځي.
په سیاسي صحنه کې زموږ شتون د ملي یووالي  حکومت سره د مقام او سیاسي قدرت ویش په منظور ندی، برعکس غواړو چې درواغجنو سیاستونو،چل، تقلب او د یوې حلقې د ګټو د پلي کولو لپاره له دولتي امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخیستنې ، د خپلواکۍ ټکولو او پر عدالت تیري کوونکې حلقې ته د پای ټکی کیږدو.
د افغانستان د خلکو محور په هیڅ صورت نه غواړي چې د ملي یووالي حکومت سره په سیاسي واک کې شریک شي، نو په همدې اساس مخکې له مخکې په ټینګار اعلانوو چې زموږ مبارزه  په دې نامشروع واک کې د منزلت او مقام په اخیستو نه راڅرخي، موږ د افغانستان د خلکو محور په توګه غواړو چې د افغانستان خلکو ته ووایو چې سیاست جدي اړتیا ده چې باید د صداقت او ریښتینولۍ پر اساس وي او حکومت باید په خپله له خلکو نه ډير د قانون تابع وي، په لوړ هدف د قانوني او سوله ییزو مبارزود تلپاتې فرهنګ بنسټیزه کول، د خلکو لپاره خدمت دی. تر څو په هیواد کې د وروستیو کلونو په سیاسي دود کې یو نوی پړاو پرانیزو.
د نورو هیوادونو په څیرد افغانستان  سیاسي خوزښتونه هم دې ته اړتیا لري،تر څو د ټولنیزو او سیاسي ډلو له استازو سره د سیاسي قدرت لاسته راوړلو لپاره له روا او ولسواکو لارو چې قانوني ، خپلواکې  او رڼې ټاکنې دي له تاوتریخوالي پرته سیالي وکړي،د افغانستان د خلکو محور له نظره ټول هیوادوال چې له هر قوم او قبیلې  څخه دي کولای شي چې د قانون په رڼا کې ځان نوماند او د هیواد رهبري پر غاړه  واخلي.
لکه څرنګه چې لیدل کیږي د ملي یووالي حکومت مشر هڅه کوي تر څو دغه  فرصت د افغانستان له خلکو څخه  واخلي او خپل ناروا او غیر قانوني واک  ته دوام ورکړي، ددې حکومت دوام د خپل سری، ځان غوښتنې، تروریزم، جګړې د ټولنیزو لاریونونو د ټکولو ، د وزګارتیا، لوږې او نیستی د دوام په معنا دی.
هغه وخت پای ته رسیدلی چې ټولټاکنې دې ونه شي  اویا دې د جوړ شوي  پروګرام له مخې  د ملي یووالي حکومت مشر د پراخ تقلب په اساس په خپله ځان د جمهور رئیس په توګه معرفي کړي.
د افغانستان د خلکو محور د درې کلن غیرقانوني، د روان کړکیچ په مهارولو کې ناکام حکومت او روانو بدو حالاتو ته په کتو په راتلونکي کال کې په یوه وخت  د جمهوري ریاست او ملي شورا د ټاکنو غوښتونکی دی.
موږ په ښکاره اعلانوو چې په هر حالت کې د ټاکنو د نه ترسره کیدو ځواب د افغانستان خلکو ته مراجعه ده. هغه وخت چې یو حکومت له قانون څخه سرغړونه او بې قانوني په دوامدارې قاعدې بدله  کړي، مونږ بې له دې چې هغه سوله ایزه لارچې خلک یې وړاندې کوي د نورو سیاسي خوځښتونو سره  په سلا مشوره کې د حل لار په توګه غوره کړو بله لار نه لرو.

کوم تشکیلاتي مدل  چې مونږ غوره کړی په هغو هیوادونو کې چې زمونږ په څیر له سترو سیاسي کړکیچونو سره مخ دي بریالی تګلاره ده ‎.

د افغانستان د خلکو محور نن له  اساسي قانون، د خپلې اساسنامې او اساسي کرښو څخه په ملاتړ د موجودیت اعلان وکړ، د افغانستان د خلکو محور د رهبرۍ او مدیریت بڼه په ټولیز ډول ده ، د افغانستان د خلکو محور ټول تصمیمونه او پلانونه له  خلکو سره تر مشورې وروسته د رهبرې شورا له خوا پلي کیږي. په اوسنیو  شرایطو کې زموږ تجربه ښیي چې د افغانستان د خلکو محورد تګلارو، او له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د بدیلو طرحو په وړاندې کولو سره یو اندازه دغه ناخوالو ته د پای ټکۍ ږدي.
د افغانستان د خلکو محور د ټولو قومونو،ژبو او مذهبونو ګډ کور دی، موږ نن د ملي یووالي حکومت مشر او نړۍ والو ته وښودله چې موږ ټول یو موټی او واحد ولس یو.  هیڅ یو شخص او ډله نشي کولای چې زموږ یووالی زیانمن کړي او دهغو مرګونو ګواښونو او خطرونو د له منځه وړلو لپاره چې ان زمونږ د هیواد ثبات یې له منځه وړی ورته طرحه او کړنلاره لرو.
د افغانستان د خلکو محور د رهبرۍ او اجرائیه شوراګانو، دارالانشاء او نورو کمیټو په عملي توګه خپل کار پيل کړی او ډیر ژر به د افغانستان له نجییو  او سرلوړو خلکو سره د خبرو لپاره ولایتونو ته سفر وکړي او تر هر بل وخت به خپل فعالتیونه او مبارزې ګړندی کړي.
په پای کې د افغانستان ټولو خلکو، او ټولو هغو ډلو او سیاسي ګوندونو ته چې د افغانستان د خلکو محور سره ګډې او ورته موخې لري بلنه ورکوو تر څو د افغانستان د خلکو محور سره خبرې پیل کړي محور له ټولوهغو قوتونو سره همکاری ته تیاردی چې  دهغوی موخې له  اساسي قانون سره سمې، د یوبل زغملو اوسیاسي کثرت ګرایی  ته ژمن وي.

و من الله توفیق