د زمري ۲۸مه د ګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره سمون خوري، د افغانستان خپلواکي زمونږ په ازادۍ مینو او د خپلواکۍ غوښتونکو نیکونو او مشرانو د یوې پیړۍ د میړانو، هڅو او مبارزو په پایله کې لاسته راغلې. په ۱۹۱۹ زیږديز کال کې د  غازي امیر امان الله خان په مشرۍ افغان ولس د ديني عالمانو، روښانفکرانو او ځوانانو په ملاتړ له کلونو کلونو رنځ او ستونزو وروسته د ازادۍ خوږ خوند وڅکه او د استعمارګرو څخه د خپلواکۍ پر اخیستو یو ځل بیا افغانستان د یو خپلواک او ازاد هیواد په توګه ځای خپل کړ.د افغانستان د خلکو محور ټولو افغانانو ته د دې ویاړلې ورځ مبارکي وايي او د ټولو هغه اتلانو چې له هغه وخته تر اوسه پورې د هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ ساتلو په لاره کې یې خپل خوږ ژوند قربان کړی د درناوي مراتب وړاندې کوي. هرڅو که افغانستان په ۱۹۱۹ زیږديز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه خو د وخت په تېرېدو سره په ځلونو ګران هیواد د لویو او وړو، نړیوالو او سیمیزو ځواکمنو هیوادونو د لوبې په ډګر بدل شوی، خو سره له دې ټولو کړاوونو او ازموینو د افغانستان خپلواکه او ازادي خوښی ولس په سختو مبارزو بریا ته رسیدلی.د سرو لښکرو پر وړاندې د افغانانو جهاد او په میليونونو قربانيو د تاريخ په پاڼو کې په زرینو کرښو د افغانستان ملت د سرلوړۍ  یوه بله تاریخي پاڼه ولیکله او د جهاد له پېر را وروسته تر ننه اقغان میړني ولس د هیواد د دښمنانو شومې هیلې د خاورو سره خاورې کړې.افغانستان که هرڅو د نوې دورې په بیلا بیلو برخو کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي خو د ترهګرۍ د ناوړې پدیدې له کبله چې هره ورځ یو نوې بڼه خپلوي په جګړې کې ښکیل دی. د افغانستان د خلکو محور په دې باور دی چې د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې دریدل د خلکو، سیاسي ډلو، مدني ټولنو، د ګوندونو او حکومت ترمنځ له یوالي او اتفاق نظر پرته نه شي کیدلای، خو له بده مرغه د ملي یوالي دحکومت د مشرانو په داخلي استبداد، اانحصار، دمدني ازاديو او ټولنیزو خوځښتونو په ځپلو  ولاړ سیاست او دخلکو غوښتنو ته نه پاملرنه، د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راتلل په بهرني سیاست کې نا انډولي او … چې د نه مشروعیت او له قانونه د تېښتې څخه سرچينه اخلي د قومونو ترمنځ د درځ، د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن، د پانګې د فرار، فقر، بې کارۍ، د ځوانانو او انساني سرمایې د کډوالۍ، او د اصلاحاتو او په حکومت کې د پراخه فساد پر وړاندې د کم رنګه مبارزې په برخه کې د سیاسي حزبونو او خوځښتونو د ناهیلۍ سبب شوی دی.له همدې کبله څنګه کیدلای شي چې دا حکومت دې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه ساتنه وکړي او ملي ګټې دې خوندي کړي.؟د افغانستان د خلکو محور د اساسي قانون موادو او اصولو، انساني او اسلامي لوړو ارزښتونو ته په باورمندۍ ، د هیواد د خپلواکۍ ساتنې او د تیرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنو خوندیتوب چې په لوړ قیمت تر لاسه شوي پرته له دې چې« اساسي قانون ته رجوع او سیاسي مشروعیت» ته ونه ګرځو ممکن نه بولي.

والسلام

 د افغانستان د خلکو محورکابل ـــ زمری ۲۷مه ۱۳۹۶