د افغانستان د خلکو محور په هرات ولایت کې د پوهنتون د استادانو، مدني فعالانو او سیاسي احزابو د استازو ګډه علمي ناسته جوړه کړه.

د رواني (سنبلي) میاشتي په ۱۶مه نیټه د هرات ولایت په مرکز ښار کې د افغانستان د خلکومحور له خوا د علمي او اکاډمیکو بحثونو په لړ کې د سیاسي مشروعیت او بېرته اساسي قانون ته د ستنېدنې په اړه یوه ځانګړې ناسته جوړه کړې وه.

په دغه ناسته کې د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو، د سیاسي حزبونو استازو، د ځوانانو او میرمنو د ټولنو غړو، محصلینو او د نظر خاوندانو برخه اخیستې وه.

د غونډې ګډونوالو د سیاسي مشروعیت او بېرته اساسي قانون ته د ستنېدنې په تړاو پراخه علمي بحثونه وکړل او هر یو په دې اړه خپل نظریات د ګډونوالو سره شریک کړل.

د افغانستان د خلکو محور له خوا د رابلل شوې دغې غونډې ګډونوالو په هیواد کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې هم په ډاګه کړې او په روان وضعیت کې د جدي او ریښتيني بدلون غوښتنه یې وکړله.