افغان امنیتي ځواکونه په ډير شجاعانه او لوړ همت د پردي پالي دښمن پر وړاندې په سنګرونو کې په تودې جګړه بوخت دي او د سر او وینې قرباني ورکوي.
افغان ولس دخپلو اتلو امینتي ځواکونو دغې سرښیندنې ته په درنه سترګه ګوري او د ترهګرۍ پر وړاندنې په مبارزه کې یې تر شا ولاړ دي.
د افغانستان د خلکو محور په نوښت د روانې سپتمبر(۹) میاشتې په۱۴ نیټه افغان امنیتي ځواکونو ته د وینې ورکړې کمپاین را جوړ شو چې لسګونو سیاسي، فرهنګي، مدني فعالانو او ځوانانو په کې برخه واخیسته.
دغه کمپاین چې مرکز یې د افغانستان دخلکو محور د په مرکزي دفتر کې وو یوه ورځ دوام وکړ او په ترڅ کې یې زرګونه سي سي وینه راټوله کړای شوه.
ددغې کمپاین مسووله حمیده عثمان وايي، چې له دې کمپاین څخه یې موخه د شهید اونۍ ته درناوی او هغه امنیتي ځواکونو ته چې په جګړه کې ټپیان شوي وینه ورکړه ده.
آغلې عثمان زیاتوي: افغان امنیتي ځواکونه د ولس او هیواد د ساتنې له پاره خپل ژوند قربانوي او د هغوی دغې قربانۍ او سرښیندنې ته د درناوي په توګه دوی دغه کمپاین ته مخه کړې ده.
په دغه کمپاین کې چې لسګونو فرهنګي، مدني او سیاسي فعالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه ۱۸ زره سي سي وینه یې راټوله کړې چې په سنګرونو کې ټپي شوي د امنیتي ځواکونو سرتیرو ته به ترې ګټه واخیستل شي.