بسم الله الرحمن الرحیم
په کندهار کې د افغانستان د خلکو د لویې غونډې پرېکړه لیک
کندهار – افغانستان
شنبه، د لیندۍ ۱۱ مه ۱۳۹۶ لمریز کال چې د ۲۰۱۷ عیسوي د دسمبر له ۲ مې سره سمون لري
نیږدې څلور کاله د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو څخه تیریږي، دا حکومت په داسې حال کې د افغانستان په خلکو باندې و تپل شو چې ټاکنیزو درغلیو هېواد د سقوط حد ته رسولی وو او د یو لړ مجبوریتونو او ملي یووالي حکومت د دې ژمنې له مخې چې په راتلونکو ټاکنو کې به اصلاحات راولي دا حکومت ومنل شو.
پراخه ټاکنیزو درغلیو، په ټاکنو کې قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهل، د بېلابېلو حکومتونو لپاره چمتووالی او د هېواد بې ثباته کول له هغه ټکو څخه وو چې د افغانستان خلکو باید د خطرناکو او ممکنه کړکېچونو او ملي یووالي حکومت له منځه یوازې یوه لاره ټاکلې وای.
تمه دا وه چې د ملي یووالی حکومت په هغه ژمنو چې د هېواد له وګړو سره یې کړې وي ژمن پاتې شي او د دغه ژمنو د پلي کولو په برخه کې ريښتونی ولاړ اوسي. اما په خوشينۍ سره باید ووایو چې د ملي یووالي حکومت له پیله قومي مسئلو ته لمن وهنه، د اداري فساد په وړاندې مبارزې سیاسي کول، د مدني عدالت غوښتونکو خوځښتونو او سیاسي غونډو مخه نیول، د هېواد د دفاعي او امنيتي بنسټونو سیاسي کول، د کابينې د پوره کولو لپاره د سیاسي ارادې نه شتون او د سرپرستیو دوام، د ملي شورا پرېکړو او مصوبو ته پاملرنه نه کول او د اساسي قانون سره په ټکر کې د صلیقوي فرمانونو صادرول ټول له هغه مواردو څخه دي چې دا حکومت د قواوو تر منځ د تفکیک د له منځه وړلو او د یو زور واکه او ځان غوښتونکي حکومت په لټه کې دی.
د دغه لاملونو له مخې حکومت و نه توانېدو چې د افغانانو غوښتنې پوره کړي.
1- حکومت د هېوادوالو د ځان د ساتلو د امنیت په برخه کې پاته راغلی او په ټول هېواد کې نا امني پراخه شوېده.
2- حکومت د عادلانه او دوامداره سولې لپاره سیاسي اراده نه لري او دسولې له بهير سره یو پروژوي چلن کوي.
3- اقتصادي ستونزې، وزګارتیا، فقر، د پانګې تېښته، د ځوانانو تېښته او په بېسارې توګه له هېواد څخه د مهاجرت او کډوالۍ پراختیا ښیي چې حکومت یې د ټولنیز ژوند د هوساینې په ساتلو کې هم پاتې راغلی.
4- حکومت د قواوو تر منځ د تفکیک اصل تر پښو لاندې کړی او د رهبرۍ په کچه په کلکه د سیاسي اختلاف او یوې وړې کړۍ په انحصار کې ښکېل دی.
5- حکومت د رڼو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره هېڅ سیاسي اراده نه لري او د ځان په ګټه مخکې له مخکې د ټاکنو د تظیم، درغلۍ او ۲۰۱۴ کال تجربې د تکرار په لټه کې دی.
پورتنیو ټکو ته په پاملرنه سره یو شمېر سیاسي ګوندونه او خوځښتونه، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د پرله پسې غونډو په تعقیب د مشورې او حل لارې د پیدا کولو په موخه کندهار ته راټول شوي او د حالاتو د څېړنې او ارزیابۍ وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې:
1- د ټاکنو په بهیر کې د پاکولالي له راوستو پرته د ولسواکۍ بنسټیز کول شوني نه دي، موږ په دې باور یو چې شته کمیسیونونه د پاکو، عادلانه او خپلواکو ټاکنو د ترسره کولو توان نه لري، ځکه چې د ملي یووالي حکومت خپله په عملي توګه دغه بهیر کې لاسوهنه کوي، ځانګړي او ټاکلي خلک د ګمارنې له کمېټې څخه د کمېشنرانو په توګه ګومارل کییږی. موږ د سیاسي خوځښتونو او اپوزیسیون سره د مشورې له لارې د بې پرې کمېشنرانو د ګمارلو غوښتونکي يو. تر هغه چې حکومت تر دوه میاشتو پورې زمونږ دغه غوښتنو ته مثبت ځواب رانکړي او یا هم د خبرو اترو او مشورې دروازه پرا نه نيزي په دې صورت کې به په ټولو ولایتونو کې د یادې ناستې ګډونکونکي د حکومت په وړاندې خپل سرتاسري او مدني حرکتونه پلان کړي.
2- دری کاله وشول چې حکومت پارلماني ټاکنې شاته اچولې او په دې اړه وخت ضایع کوي. د یادې ناستې ګډونوال د ۱۳۹۷ کال په اوړي کې د پارلماني ټاکنو او د ۱۳۹۸ کال په پسرلي کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتونکي دي.
3- حکومت یا په اصطلاح د ملي یووالي حکومت په ډېرو برخو کې د هېواد د اساسي او نافذه قوانینو ډیری موارد تر پښو لاندې کړې دي، د یادې غونډې ګډونوال د هېواد د قوانینو د ماتولو په ضد کلک دريځ لري او حکومت ته خبر داری ور کوي څو دې ډول سرکښيو او قانون ماتونو ته د پای ټکی کېږدي پرته له دې به په ټول هېواد کې دخلکو د ډېرو سختو ګواښونو سره مخ شي.
4- د دغې ناستې ګډونوال د ټولو قومونو او هېوادوالو په یو موټی کېدو او یووالي ټینګار کوي او حکومت ته خبرداری ور کوي څو ژر تر ژره د بې اتفاقۍ اچولو، قومي تعصباتو ته د لمن وهلو او افغانانو د ټوټه کېدو څخه لاس واخلي. په هغه صورت کې چې حکومت د غه تعصوبونو ته دوام ورکړي پرته له شکه به افغانان د حکومت دا عمل بې ځوابه نه پرېږدي.
5- افغانان د هېواد د امنیتي او دفاعي قوتونو د مېړانې او سرښندنې د انګېزي څخه مننه او د قدر په سترګه ورته ګوري او په نویو او عصري وسایلو باندې دغه قوتونو د سمبالېدو غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې سوله او امن زموږ د خلکو د پخوانیو غوښتنو او لومړیتوبونو څخه دي اما په خواشینۍ سره حکومت، طالبان او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هېڅ ځانکړی پلان په لاس کې نه لري. د افغانستان خلک له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي څو د یوې عادلانه سولې او سولې د خبرو اترو د پیل په برخه کې ځانګړي پلانونه او ستراتیژۍ په پام کې و نيسي.
موږ ددغه هېواد د وګړو په توګه په داسې حال کې چې د حکومت له “ستراتیژیکې چوپتیا” څخه خبر یو، په همدې حال کې خپلو نیوکو، مدني او قانوني غوښتنو ته د د دولت د ځواب د نه ورکولو په اړه سخت ناخوښه یو او له حکومت څخه غواړو د دغه طرحه شویو مسایلو په اړه هر څومره ژر مثبت ځواب را کړي او د دغه غوښتنو د د عملي کولو لپاره هڅه وکړي.
و من الله التوفیق
ژوندي دې وي زمونږ سرلوړي هېواد وال
تل د وي د افغانستان د خلکو ملي پخلاینه او یووالی