بسم الرب الشهدا و الصدیقین 

په هېواد کې د خونړیو پيښو په اړه د افغانستان د خلکو محور اعلامیه 

          کابل د تلې ۲۶ مه ۱۳۹۶

په خواشینۍ سره ترهګرو یو ځل بیا د ولسي وګړو، د زړه ورو امنیتي ځواکونو په وینې تویولو او د غیرانساني عملیاتو په ترسره کولو سره له موږ قرباني واخیسته. دداسې وضعیت دوام د ملي یووالي حکومت د مشرانو او د امنیتي بنسټونو د ناغیړیتوب پایله ده.

د افغانستان د خلکو محور له خلکو او د قربانیانو له کورنیو( د هېوادوالو او امنیتي ځواکونو) سره ځان په دې لوی غم کې شریک بولي او ددې خونړیو پيښو په اړه هېوادوالو او د قربانیانو کورنیو ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د امنیتي بنسټونو له مشرتابه او دولت څخه غواړي چې د خلکو له دښمنانو سره د مبارزې په لاره کې غیرولسي او کمزوري ګامونه وانخلي ځکه چې تر دې دمه د حکومت، سیاستوالو او د امنیتي ځواکونو د مشرتابه ناسم اقدامات او دریځ داسې دی چې د امینتي ځواکونو او خلکو پر ضد د ترهرګرو او د هیواد د دښمنانو د جنایتونو د زیاتوالي لامل شوی دی.

 د افغانستان د خلکو محور د ترهرګرو په وړاندې د فعالې ستراتیژۍ رامنځته کول یوه اړتیا بولي او باور لري تر هغو پورې چې په دې اړوند د ترهګرو او قسم خوړلو دښمنانو په وړاندې د ریښتیې او ژمن مشرتابه، د منظمې برنامې درلودونکې تګلاره رامنځته نشي د هېواد امنیتي وضعیت به ښه والی را نشي.

 لکه څرنګه چې دا د دولت یو مسؤلیت دی چې د هېواد د اتباعو او زړه وره امنیتي ځواکونو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره وار د مخه فعال پروګرام ولري خو بیاهم په هره پيښه کې لیدل کیږي چې کشفي ، استخباراتي او مسؤل ارګانونه ،څنګه چې لازمه ده عمل نکوي او یوازې د پيښو په غندلو باندې اکتفا کوي.

نن په غزني، فراه او پکتیا ولایتونو کې خونړیو پيښو، یوځل بیا هېوادوال د غم په ټغر کښېنول او زموږ له زړه ورو او میړنیو امنیتي ځواکونو یې قرباني واخیسته، د افغانستان د خلکو محور له نظره د خاورې او خپلواکۍ د  مدافعینو، د زړه ورو سرتیرو او د هغوی د قوماندانانو شهادت یوه لویه او زړه بوږنوونکې پيښه ده، ناغیړي او د کاري ظرفیت نشون لامل شول تر څو زموږ زړه ور او میړني او لوړل موراله سرتیري له منځه ولاړ شي، دا پيښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې دښمن هره ورځ زموږ له ګرانو هېوادوالو قرباني اخلي.

 په حقیقت کې ددې وضعیت دوام ښیي چې د امنیتي بنسټونو مشرتابه له دښمن سره د مبارزې د کاري تګلارې بیاکتنې ته اړتیا لري.

له بله پلوه د حکومت مشران باید د ټاکنیزو کمپاینونو پرځای د امنتي وضعیت او د هېوادوالو د ژوند او د امنیتي ځواکونو برخلیک ته پام وکړي ، څرنګه چې لیدل کیږي د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ له زړه بوږنونکې پيښې او د ننیو پيښو په اړه د حکومت د کمې پاملرنې څرک نه لیدل کیږي او جدي غبرګون یې هم ندی ښودلی چې د هېوادوالو د ځان او د امنیتي ځواکونو دبرخلیک په اړه ددا ډول تقلیدي دریځ غوره کول خپله خیانت او د ترهګرۍ پراختیا ته زمینه برابرول دي.

 د افغانستان د خلکو محور ددې غوښتونکی دی چې د ملي یووالي حکومت په امنیتي ارګانونو کې اصلاحات بنسټيزه او د هېواد د دښمنانو په وړاندې جدي او پروخت مبارزه وکړي تر څو په دې لاره کې ملي باور رامنځته شي او امنیتي ځواکونه نور د خپلمنځي ډلو او ناغیړیو قرباني نشي، د زړه ورو امنیتي ځواکونو، هېوادوالو او د هغوی وینو ته نه پاملرنه ددې لامل کیږي چې هره ورځ مو هېوادوال قرباني شي.

که څه هم د افغانستان خلک په دې ښه پوهیږي چې د اوسني وضعیت دوام د امنیتي ځواکونو او د حکومت د فعال سیاست نشتون او د د بې وخته اقدام له امله دی، له دې سره د حکومت مشران ځواب ویونکي دي او له دې زیات یې له ریښتینې دندې او مسؤلیتونو څخه تیښته خلکو ته د منلو وړ نده.د افغانستان د خلکو محور د افغانستان د خلکو له دښمن سره د جدي مبارزې غوښتونکی دی اود جګړې په لمړۍ کرښه کې  د زړه ورو امنیتي ځواکونو له مبارزې څخه د ستاینې سربیره د هېواد په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ملي یووالي د حکومت مشرانو د تګلارو نشتون او ناغیړیتوب دداسې ناڅاپه پیښو لامل بولي.

د هېوادالو او میړنیو امنیتي ځواکونو د شهیدانو روح دې ښاد او د متعال څښتن له درباره ټپیانو ته د عاجلې او کاملې شفا غوښتونکي یو.

                                                                        د افغانستان د خلکو محور