هرات ولایت ته د افغانستان د خلکو محور د رهبرۍ شورا پنځه ورځنی سفر

لمړنۍ لیدنه

هرات لرغوني ولایت ته د افغانستان د خلکو محور د رهبرۍ شورا غړو په یوه پنځه ورځني کاري سفر کې له بیلابیلو بنسټونو، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو، مدنی فعالانو، قومي مشرانو، د هرات پنځلس ګونو ولسوالیو له استازو، سوداګرو، د خبریالانو له اتحادیو ، ولسي شوراګانو، ځوانانو، د فرهنګي بنسټونو استازو،د تعلیمي موسسو استادانو،د شخصي پوهنتونونو له استازو، ، ښځینه بنسټونو، د بشري حقونو او ښځو حقونو له فعالانو او د هرات له اوسیدونکو سره خبرې اترې وکړې او هم یې له بیلابیلو برخو لیدنو وکړه.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د خلکو محور د مشرتانه هیئت، له دې استازو سره په هره لیدنه او ناسته کې ، کاري چوکاټ، نظری، جوړښت، او همداراز د افغانستان د خلکو محور د موخې او د رامنځته کېدو فلسفه تشریح او معرفي کړه او په دې اړه د لرغوني هرات شریفو خلکو پوښتنې،نیوکې، وړاندیزونه او نظرونه  مطرح کړل.

د افغانستان د خلکو محور مشرتابه شورا لومړی له ولسي مشرانو او استازو سره وکتل او همداراز له دوی سره یې په څلور ساعته لیدنه کې د افغانستان د خلکو محور  هیئت سره په لاندې مسائلو هراړخیز بحث درلود.
دا لیدنه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل او د لاندې مسایلو او خبرو اترو وروسته پای ته ورسېده.

 

هرات ته د افغانستان د خلکو محور د مشرتابه هیئت سفر او د سلامشورې غوښتنه.

ټاکنې او د هېوادوالو راتلونکی.

د هرات د خلکو یووالی.

د افغانستان د خلکو محور د کاري او سیاسي کړنلارو معرفي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خلکو محور د مشرتابه شورا په لومړنیو لیدنو کې د تحلیلي پایلې او ارزونې په وړاندې کولو سره او همداراز په راتلونکي کې د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه هراړخیز بحثونه وشول.د افغانستان د خلکو محور د هرات ولایت د ولسي مشرانو او استازو د نظرونو او وړاندیزونو له  آوریدو وروسته له هغوی سره ژمنه وکړه چې ډير ژر به د هرات په ولایت کې  کاري مسائل د هرات له ولسي مشرانو او دیني عماوو سره په سلامشورې به په دې اړه عملي ګامونه واخلي. هېره د نه وي چې د افغانستان د خلکو محور کړنلارې او کړنې د هرات ولایت د خلکو او قومي مشرانو له ملاتړ او تود هرکلي سره مخ شوې او همدا راز یې د افغانستان د خلکو محور له نظرونو او سلامشورو غوښتنې مننه وکړه او هم یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه او ډاډ څرګند کړ.