بسم الله الرحمن الرحیم

د ټاکنو کمیسیون د کمېشنرانو د ګومارنې په تړاو د افغانستان د خلکو محور اعلامیه!

دوشنبه، د لیندۍ ۶ مه، ۱۳۹۶ لمریز کال

د ټاکنوکمیسیون د کمېشنرانو په کړنو او ولسمشرۍ ماڼې سره د هغوی په بشپړ تړاو د سیاسي خوځښتونو د هوکړې شورا له نیوکې وروسته د ملي یووالي حکومت د ټاکنو کمیسیون او دارالانشأ د ریسانو په ګوښه کولو باندې لاس پورې کړ.

دا کړنه وروسته له هغه پېښه شوه چې د سیاسي خوځښتونو د هوکړې شورا د کمېشنرانو دګوښه کولو غوښتنه وکړه. اوس د ملي یووالي حکومت په نوې هڅه کې د ټاکنو کمیسیون د کمېشنرانو د بیا ټاکلو خبر ورکړل شوی دی. په داسې حال کې چې د افغانستان دخلکو محور او سیاسي خوځښتونو د هوکړې شورا غوښتنه دا داه چې کمېشنران ګوښه او د سیاسي خوځښتونو د هوکړې شورا او نورو ګوندونو، مدني جوړښتونو او ټاکنو د څارونکو بنسټونو سره په مشوره باوري، ظرفیت لرونکي او نا تړلي کسان وټاکل شي. او د ټاکنو د څارنې د ملي کمېټې په چاوکاټ کې د هېواد د ټاکنو بهیر اداره کړي. دقانون سره سم د ټاکنو کمیسیون د ریس له ګوښه کېدو یوه اونۍ وروسته باید د هغه ځای ناستی و پېژندل شي څرنګه چې ولیدل شول یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت قانون تر پښو لاندې کړ او په دې برخه کې یې ناغیړي وکړه.

اوس د افغنستان د خلکو محور او د سیاسي خوځښتونو د هوکړې شورا د نویو کمېشنرانو د ټاکنو په برخه کې د خپل سرۍ او ځان غوښتنې مخالف دي.د افغانستان دخلکو محور په تخنيکي او قانوني برخه کې د یوې  اصلاحي کړنلارې په درلودو سره د کمېشنرانو د ځای ناستي کولو لپاره د یو مشورتي چاوکاټ جوړولو غوښتونکی دی.د سیاسی خوځښتونو د هوکړې شورا، مدني جوړښتونو او ټاکنو د څارونکو بنسټونو په غیاب کې هر ډول پرېکړه او عمل کول بیا هم د افغانستان دخلکو په سرونو د لوبو کولو تکرار دی.هغه څه چې موږ د نیوکې په نوم د شته تګلارې څخه مطرح کړل موخه مو دا وه چې د هېواد د ټاکنو بهیر دیموکراتیک شي نه دا چې بیاځلې حکومت هماغه لاره ووهي چې موخه یې د ځان په خوښه مخکې له مخکې د ټاکنو تنظیمول وو.زموږ وړاندیز دا وو چې ټول د یو مشورتي، څارونکي او اصلاحي مېکانېزم په سر هوکړه وکړو او د دغه بې باوره کړکېچ څخه دتېرېدو زمینه مساعده کړو.

پرته له دې به روان حالت او له مخکې دجوړې شوې کړنلارې لوبه، د باور نشتون او په ټاکنو کې د خلکو د نه ګډون کړکېچ نور هم وغزوي. د ملي یووالي حکومت باید د ټاکنیز بهیر په برخه کې خپل سري کړنو او ځان غوښتنو ته د پای ټکی کیږدي او د هېواد د سیاسي خوځښتونو د غوښتنو او اصلاح کوونکو فکرونو سره په ژمنه عمل وکړي.هغه څه چې د ټاکنو په اړه دحکومت له لوري د ژمنې په نوم تر سره شوي، د ځان په ګټه د ټاکنو تنظیمول، او د خلکو بې باوره کول دي. په همدې اساس نه باید چې یوځل بيا د بې باورۍ او ټاکنیز کړکېچ بهیر دوام پیدا کړي. اوسنيو سیاسي واکمنو چې په کوم ډول د خلکو د رايې له لارې سیاسي واک لاسته نه دی راوړی، په همغه ډول غواړي چې د هېواد راتلونکې ټاکنې هم پاکوالی او شمېرنه و نه لري.

په همدې موخه د افغانستان دخلکو محور په ټاکنو کې د درغلۍ او خلکو د بې باورۍ د پای او راتلونکي ورانونکي کړکېچ د مخنيوي لپاره  د اصلاحاتو د بنسټیز کولو او د خلکو ارادې او ولسواکۍ ته د ژمنو او فعالو کمېشنرانو د ټاکلو غوښتونکی دی. څود ولسواکۍ او وګړیزې ارادې د منلو وړ باوري ټاکنې تر سره شي او خلک خپله خپل سیاسي برخلیک وټاکي. د افغانستان د خلکو محور په وخت د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول قانون ماتونې او ناغيړي د هېواد د سیاسي راتلونکې او خلکو په برخه کې لوی خیانت بولي. د افغانستان دخلکو محور لپاره د خلکو سلامتي او د مشروعیت بنسټیز کول ملي لومړيتوبونه دي څو خلک د خپلې سیاسي ارادې د پلي کېدو شاهدان اوسي.

د افغانستان دخلکو محور