د هرات په لرغوني ولایت کې د افغانستان د خلکو محور د مشرتابه هیئت دویمه لیدنه

 د هرات په لرغوني ولایت کې د افغانستان د خلکو محور د مشرتابه هیئت د یاد ولایت د پنځلس ګونو ولسوالیو له استازو او مشرانو سره ولیدل او هم یې له دوی سره د څیړنو او خبرو اترو سربیره د اړینو او حساسو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

د پنځلس ګونو ولسوالیو مشرانو او استازو ، په هرات ولایت کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو په اړه خپل نظرونه او اندیښنې د افغانستان د خلکو محور له مشرتابه هیئت سره شریکې کړې، په دې لیدنه کې د پورته مسایلو په اړه په تحلیلي بڼه لیدلوري او نظرونه وړاندې شول.

د افغانستان د خلکو محور مشرتابه، د هرات لرغوني ولایت د قومي مشرانو او د  ولسوالیو استازو ته د لاندې موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

  • د سیاسي اپوزسیون په توګه د افغانستان د خلکو محور څرنګوالی؟
  • د افغانستان د خلکو محور لیدلوری او کړنلارې څه ډول دي.
  • د افغانستان د خلکو محور جوړښت څه ځانګړنې لري.
  • د افغانستان د خلکو محور سیاسي منشور او کړنلارې څه دي؟
  • دټاکنیزو بنسټونو او ټاکنیز بهیر د اصلاح  په اړه د افغانستان د خلکو محور کړنلارې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د خلکو محور د ایجاد په اړه هم بحث وشو، ګډونوالو او د هرات ولایت هغو اوسیدونکو چې د افغانستان د خلکو محور د مشرتابه هیئت لیدنې ته راغلي وو، د افغانستان د خلکو محور په اړه یې پوښتنې وکړې او هم یې په دې اړه خپل لیدلوري او نظرونه مطرح کړل.

د افغانستان د خلکو محور مشرتابه هیئت د هریوه نظر تحلیل او پوښتنو ته ځوابونه وویل او محور یې د ټولو کړنلارو سره وروپيژاند، د پنځلس ګونو ولسوالیو استازو د هرات د امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي وضعیت په اړه یې  خپل معلومات شریک کړل. په انتقادي ډول یې هرات ولایت ته د مرکزي دولت نه پاملرنه په ګوته کړه او هم یې  د هراتیانو انزوا او محرومیت ته اشاره وکړه. هغه څه چې په دې لیدنه او بحثونو کې هیله بښوونکي وو دا وو چې د افغانستان خلک په لوی سیاسي بهیر کې د مشارکت او مثبت بدلون ته تیاری لري. لکه څرنګه چې د اپوزسیون له نوم څخه څرګندیږی، د اپوزسیون کړنلاره د دولت د نیمګړتیاوو او ناغیړیتوب په ګوته کول دي.

 نو په همدې اساس د هرات وګړي د دولت کمیو او ناغیړۍ ته پاملرنه یوه اساسي او جدي اړتیا بولي.او له همدې امله یې د یوه ټولګد سیاسي اپوزسیون په توګه د افغانستان د خلکو محور څخه د ملاتړ ژمنه وکړه  او هم یې د افغانستان د خلکو محور سره د هرډول همکارۍ ډآډ څرګند کړ. د افغانستان د خلکو محور مشرتابه هیئت د هېواد په سیاسي راتلونکي او په ځانګړې توګه په ټاکنیز بهیر کې د هېوادوالو رول اړین وباله او همداراز یې د هېوادوالو په همپالنې او یووالي ټينګار وکړ او هراتیان یې د رغوونې او جوړونې ملاتړي وبلل.

د افغانستان د خلکو محور مشرتابه هیئت همدارنګه ژمنه وکړه چې ډير ژر به په هرات ولایت کې د ګډ کار په پار په فعالیت پيل وکړي او د خلکو په چوپړ کې به وي، د افغانستان د خلکو محور د مشرتابه هیئت دا لیدنه د هرات د اوسیدونکو سره د نظرونو د شریکولو او د سلامشورې لپاره ترسره شوه او هم یې د افغاستان د خلکو محور د راتلونکو کارونو د ښه والي او انسجام لپاره زمینه برابره کړه، د هرات له اوسیدونکو څخه د افغانستان د خلکو محور مشرتابه هیئت ددوی له تودې مېلمه پالنې او ښه راغلاست له امله منندوی دی او ژمن دی چې په روڼتیا او قانونیت سره به له خلکو سره یوځای کار وکړي تر څو له دې ننګونو او مصیبوتو څخه مو هېواد وژغورل شي.