د افغانستان د خلکو محور د رهبري شورای غړی او د هېواد د ملي امنیت پخوانی ریس انجنیر رحمت الله نبیل د افغانستان د حکومت د یو حکم پر بنسټ ممنوع الخروج اعلان شو. دا حکم په داسې حال کې صادر شوی چې نوموړی له هېواد څخه بهر د یو سفر په حال کې دی.

انجنیر نبیل به ډېر ژر خپل هېواد ته راستون شي څو د قانونیت او مشروعیت د تحقق په موخه خپلې سیاسي مبارزې ته په پوره قاطعیت سره دوام ورکړي.

د هېواد ملي امنیت پخواني ریس د ممنوع الخروج په اړه د ملي یووالي حکومت سیاسي پرېکړه د یو هېوادوال د حقوقو او ازادۍ د تر پښو لاندې کولو په برخه کې یو بل هغه ګام دی چې هېڅ قانوني او حقوقي اساس نه لري.

 د نبيل په اړه یاده پرېکړه د نبیل له لوري د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د لاسوهنې او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني حکومت د رهبرانو له خوا د سیستماتیکو او منظمو لاسوهنو د اسنادو د ښکاره کولو کولو په اساس نیول شوېده.

د ملي یووالي حکومت مشران په دې اند دي چې په دې ډول پرېکړو سره به و کولای شي څو د یو مشروع او قانون پلي کونکي حکومت په اړه د افغانستان د خلکو اراده ضعیفه او د اپوزیسیون د رهبرانو او فعالانو په مینځ کې ویره او ډار را منځته کړي.

خو د حکومت بیا دې ته پام نه دی چې نن په ټول هېواد کې د عدالت غوښتنې آواز، عدالت غوښتنه او د خلکو په رایه د یو ولاړ او قانوني حکومت غوښتنې له بل هر وخت څخه زیاتې شوې دي.

موږ به له هر ډول لړزې پرته د دې حکومت پر وړاندې د قانون په چاوکاټ کې خپلې مبارزې ته قوت ورکوو او هېڅ ډول زور او بې عدالتۍ ته نه تسلیمیږو.

د افغانستان د خلکو محور