.د روان کال د لړم په پنځمه نېټه د افغانستان د خلکو محور د (ښځې او ولسواکي) تر نامه لاندې غونډه درلوده

دا غونډه د افغانستان د خلکو محور د ښځو کمېټې په نوښټ جوړه او د بیلابیلو بنسټونو په استازیتوب پکښې لسګونو ښځو ګډون درلود.

د غونډې ګډونوالو په سیاسي نظام کې د ښځو پر ونډه ټیګار وکړ او غوښتنه یې دا وه چې د ښځو ظرفیتونو ته په واقعي توګه پاملرنه وشي.

د افغانستان د خلکو محور د ښځو کمېټې مشرې آغلې حمیدې عثمان د خپلو خبرو پر مهال وویل چې: ښځې که په هره برخه څه په دولتي ادارو، انجوګانو، ملي او نړیوالو سازمانونو کې وي ګډ احساس لري او په هېواد کې د روانو حالاتو او پېښو په وړاندې ګډ لید لري، موږ په بیلابیلو برخو کې د ښځو تر منځ باید کرښې ونه باسو بلکې د افغانستان د خلکو محور په استازیتوب ویلی شم چې باید د افغان ښځو ملاتړي واوسو او د ښځو د ظرفیت په لوړوالي تمرکز او په واقعي ډول پانګونه وشي نه داسې چې .د تېر په څیر پر دروغجنو شعارونو هغوی اغوا کړو

په یاده غونډه کې د ښځو غوښتنه دا وه چې په وزارتونو او دولتي اداراو کې ښځې په مهمو پوستونو وګمارل شي.

د افغانستان د خلکو محور د ښځو کمېټې د مشرې په وینا : آیا نن په وزارتونو او دولتي ادارو کې په لسګونو افغان ښځې چې لوړو رتبو ته رسېدلې دي نشي کولای دا ادارې کنترول کړي؟ په کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع او ملي امنیت ریاست کې ولې زموږ زړورو ښځو ته لوړ پوستونه یا حداقل معینیت نه ورکول کیږي؟

هغه ښځه چې سفیره کېدلی شي ولې د بهرنیو چارو وزیره نشي کېدلی؟

دا ځکه چې پرمونږ باور نشته، دا ځکه چې کومه ولسواکي چې نارې يې په شاوخوا شلو کلونو کې وهل شوي تش په نامه ده ».

آغلې سناتورې رڼا ترین  وویل چې په پارلمان کې د ښځینه وو د ونډې سلنه باید لوړه شي او هم یې په دې برخه کې د ښځو په ملاتړ ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې په پلازمنیه کابل او ولایاتو کې د څه باندې ۶۰ ښځینه بنسټونو استازو ګډون درلود.

په دې غونډه کې همداراز د ولسواکۍ او امنیت موضوع په اړه بحث وشو او د افغانستان د خلکو محور د فکر خونې مسؤل ښاغلي عارف کیاني وویل چې: د ولسواکۍ د .تامین یو مهم اصل امنیت دی چې په خواشینۍ سره اوس هم په هېواد کې یوه ستره ننګونه ده

په دې غونډه کې په مردسالاره ټولنه او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل د افغان ښځو یوه بله ستونزه یاده شوه.

د ښځو حقونو یو فعال ښاغلي اسدالله داودزي دا موضوع د افغاني ټولنې یوه ستونزه وبلله.

د ( ښځې او ولسواکی) تر نامه لاندې غونډې په پای کې  په هېواد کې د ښځینه وو فعالو سازمانونو او بسټونو، ۵۰ نوموتو ښځو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.