د افغانستان د خلکو محور اعلامیه!

یکشنبه، د لېندۍ ۵ مه ۱۳۹۶ کال

 د افغانستان د خلکو محور د اوسني کړکېچن حالت څخه د تېرېدو په موخه خپل ځانګړي پروګرامونه او لیدلوری لري. د دې بهیر پروګرامونه او لیدلوری څوځله د رسمي غونډو په ترڅ کې معرفي شوي. دا اپوزیسیوني بهیر د عنعنوي جرګې د جوړېدو پلوی نه دی، د افغانستان دخلکو محور د جرګې جوړول یوه سیاسي او معقوله حل لاره نه بولي او باور لري چې داکړنه یو ډول سیاسي شاتګ ګڼل کیږي. هغه ناسته چې نن ځینو د (محور ګوند) تر نوم لاندې جوړه کړې وه په هېڅ صورت د افغانستان دخلکو محور پورې تړلې نه ده او نه به وي. (محور ګوند) یو بېل سیاسي بهیر دی. په حقیقت کې موږ د عنعنوي جرګې د جوړولو مخالف یو او دا لاره نشي کولای چې هېواد له دغه بندښت څخه و اېستلای شي. د افغانستان د خلکو محور د خلکو یو اپوزیسیوني جوړښت دی چې د یو نیم کال را په دې خوا په هېواد کې فعالیت لري. د افغانستان دخلکو محور قانون ته د بېرته ستنېدنې او سیاسي مشروعیت پلوی دی او د شته کړکېچ د حل په موخه ځانګړی لید لوری او کړنلاره لري چې ډیر ژر به يې اعلان کړي. د دغه بهیر لیدلوری او رسمي اعلاميې د لمر په څېر ټولو ته ښکاره دي چې د عنعنوي جرګي او یو نا مشروع حکومت د دوام مخالف دي. سر بېره پر دې ددې لیکنې له لارې ټولو ته خبر ورکوو چې زموږ رسمي نوم( د افغانستان دخلکو محور) دی. د “محور ګوند ” په نوم تازه جوړ شوی بهیر چې نن يې په کابل کې ناسته درلوده هېڅ تړاو او اړیکه له موږ سره نه لري. موږ اپوزیسیون یو او د ولسواکۍ په بنسټیز کولو او د نويو مدني پروګرامونو درلودونکي او قانوني دولت لپاره مبارزه کوو نه د وروسته پاتې او سنتي څيزونو او کړنلارو لپاره. د افغانستان دخلکو محور خپل ځانکړی نښان، بیرغ او سياسي کرښې لري. د دې اعلاميې په خپرولو سره له رسنیو او ښاریانو هیله لرو ترڅو د افغانستان د نورو بهیرونو په نسبت زموږ ( افغانستان دخلکو محور) د لیدلوري او سیاسي غبرګون د توپیر کولو په برخه کې زموږ نښې او ايډیال په نظر کې ولري.

د افغانستان دخلکو محور رهبري شورا د سیاسی کرښو، منشور او افقي جوړښت په درلودلو سره له پیل نه تر اوس او راتلونکي پورې د اوسنیو حالتو په باره کې د نورو سیاسی بهیرونو په پرتله بېل او ځانګړې سیاسي لیدلوری لري. د افغانستان د خلکو محور لیدلوری په لیکل شوي شکل د یو نیم کال را په دې خوا ټولو ته څرګند دی، او موږ د سیاسي مبارزې په ډګر، فکري جوړښتونو او زموږ په کړنو کې وګورئ او قضاوت وکړئ. موږ د وګړیزو او پاکو ټاکنو، اساسي قانون د بنسټیز کولو، او وګړیزو ارزښتونو غوښتونکي یو او په دغه برخه کې د خپلې شته کړنلارې سره سمه مبارزه کوو. د افغانستان دخلکو محور نه یوازې دا چې د عنعنوي جرګې پلوی نه دی، بلکه دا د هیواد سیاسي وضعیت ته یوه نه په درد خوړونکې او بې پایلې هڅه بولي.

د افغانستان د خلکو محور